په روژه کې معمولا خلک په روژه ماتی کې د ډیر خوراک څښاک له امله د ماسخوتن او تراوو له لمانځه وروسته ژر بیدیږی. زه خو لا بیا د ورځې له پلوه هم ښه پوره ستړی شوی ووم. له زاری تر مزاره په لسګونو کیلومتره اوږده  کنډ او کپر لار باندې د شپږ اوه ساعتونو سفر سړی له هره اخه ټوخه غورځوی. ځکه نو د نورو شپو په خلاف ژر د خوب خونی ته ولاړم تر ‎څو وکولای شم پیشلمی ته راجګ شم. په هر صورت، کیسه رانه اوږده شوه، راځم خپلې اصلی خبرې ته. په خواږه ویده ووم چې تیلیفون مې کړنګیده. په وارخطایی له خوبه راجګ شوم او د تیلیفون په لور می ور تپلل. په زړه کې مې را وګرځیده چې خدای دې خیر کړی حتما کومه عاجله پیښه ده چې په دې روژه کې په نیمه شپه زنګونه راوهی، ټیلیفون مې راپورته کړ ګورم چې شمیره هم نا اشنا ده. نه پوهیږم چې سلاملیک مو سره وکړل او که نه خو سړی له واره پوښته وکړه:

فلانی خان استی؟

بلی بفرمایید شما کی استید؟

…خان، من ولسوال زاری استم.

خوب ولسوال صاحب، چطور استید؟ خوب استید؟ صحت شما خوب؟  انشا الله ارام ارامی؟ خیر و خیریت؟ او نور بلا ټرت او لغت…

بلی ‎، ها خوب استم

بفرمایید، چه امر و خدمت؟

گوش کو … خان، همو کار مه  را خو نه کدی، تو خو می فامی که در زاری که امنیت برقرار است، وشما شب و روز ازادنه ایطرف و اوطرف میرین.  چطور قایم است؟ اینه سر از ایمروز من امنیت ته نمیگیرم،  خود ته ویا کارمندایته اگر چیزی شد مه مسؤل ش نیستم.

بلی ولسوال صاحب، میفامم، اگر سعی و تلاش و همکاری شما نباشد، در ولسوالی امینت از بین میره. و گپ واضح است جایکه امنیت نباشد، نه تنها ما بلکه هیچ دفتر دیگر کار کرده نمیتواند. اگر در ولسوالی خدا نخواسته امنیت خراب میشه، ما هم نه می خواهیم حیات کارمندان خود را در خطر انداخته در انجا کار کنیم.

 

مه خو تا امروز با دفتر شمار بسیار همکار بودم، و با دفتر شما زیات کمک کدیم، وشما هیچ د قیصه من نیستین. وقتیکه شما چند ماه پیش پروژه تانرا در اینجا را شروع میکردین،  فلانی خان همکار شما به ولسوالی امده و برایم وعده های زیات داده بود و حالا شما هیچ هم نکردین.

ولسوال صیب محترم: من نمی دانم که فلانی خان با شما وعده ها چه نوع کرده بود؟ و خودش نیز برایم در مورد وعده هایش با شما چیزی نگفته است، و نیز برایم در مورد چیزی که شما تقاضا دارید چیزی گفته است است.

 

و ماند گپ همکاری،  ما هم نیز همیشه با شما همکار بودیم و هستیم، اینه ببین بچه ته مقرر کردیم، موترت در دفتر ما به کرایه گرفته شده، برادرت چندین سال میشه که همرای ما کار میکند، خودت یک وقت کارمند ما بودی…..

 

نی اینه بچه مه هم امروز جواب دادی، و براردرم که به شما کار میکند هم د لست نگرفتی!

 

ولسوال صیب! میفامی که پروژه ها برای یک مدت محدود میباشد، و کارمندان نیز برای تطبیق پروژه استخدام میگردد، وقتیکه که پروژه تکمیل میگردد کارمندان نیز رخصت میشوند، باز تنها بچه تو رخصت نگردیده، دیگران نیز رخصت شده، ویک روز که کار من تمام شد من هم رخصت میشم.

 

ولی ولسوال صیب محترم: گوش کو فضل خدا شما خو یک روشن فکر ادم استید،  همان روزی که در دفترم با هم ملاقات داشتیم برایت گفتم که لست تو برایم رسیده، ولی من که نمیدانم که بیوه زنان، معیوبین و معلولین شما در کدام قریه موجود است، کارمندان من چطور میتوانند که پیدا کنه و مستحق بودن انرا تصدیق ویا تردید نماید؟

 

خو اینه تو کارهای خوده کدی، و من هم باز برایت میگم که بعد از امروز من مسؤلیت امنیت شما را بدوش نه میگیرم، و هر چیزیکه با شما میشه باز نگوین.  شما میدانید و کارتان

 

ولسوال صیب محترم: میفامم، گپ واضح است که در مورد امنیت تو برای من جوابگو نیستی. هر ان کسی ویا ارگانیکه این مسولیت به تو سپرده میتواند در مورد  خرابی ویا بهبود امنیت از توپرسان کند. همچنان  کسه که من را ستخدام کرده است و برایم وظیفه داده است در مورد وظیف ام  از من سوال میکند.

 

خو چه میکونی اینه بعد از ای من میدانم با شما چه کار بکنم، من نه راپورتان را تصدیق می کنم، نه پروژه تان تسلیم میشم، و نه ….

 

لنډه دا چې د ولسوال صاحب تلیفون لا پسې اوږدیده، کله یوه خبره او کله بله، یوه له یوه غره بله له بل غره ، او بیا د هغه او دغه به وکړم گواښونو زما زغم هم تمام کړ او په عصبانیت او ترخو خبرو مو سره دغه تلیفونی اړیکه پای ته ورسوله.

 

زما او د ولسوالی د سرپرست چې ځان ولسوال ګڼی خبرې لا روانی وی چې له ساحې څخه مې د کارمندانو لخو بلې شمیرې ته پرله پسې زنګونه راتلل. د ولسوال سره له خبرو وروسته مې چې له هغوی اړیکه سره ونیوه نو د ولسوال صیب لخوا ورته په سختو ټکیو کې د شویو ګواښونو، او ترخو خبرو احول یی راکړ.

ولسوال صیب می د همکارانو په خوله احوال رالیږلی وو چې د ۲۰ تنو مستفیدینو (کونډو، رنډو، معیوبینو او بې سرپرسته کورنیو)  حقوق دی ده ته ورکول شی. د هغه په خبره دا کونډې رنډې او معیوبین هیڅکه هم نه مړیږی، او بل دا چې په لسګونو کې ته ورکړل شوی پیسې هیڅ نه معلومیږی او نه یې څوک څرک لگولی شی.

د ولسوال صیب ټلیفون نه تنها زما خوږ خوب راڅخه تالا ترغه کړ بلکه د سوچونو، فکرونو او اندیښنو په یو بې سمندر یې ور لاهو کړم. لسګونه لا جوابه  پوښتنې مخې راغلې، تر څو به داسی کیږی؟  ولې په هیواد کې امنیت ورځ تر بلې خرابیږی؟  دا د ملت د وینو تږی به تر څو ددې خوار او فقیر ملت پر سره تپلی شوی وی؟ دوی به کله ددې خوار ملت پر غوښو ماړه شی؟ خلک ولې ورځ په ورځ له دولته زړه توری کیږی؟   ددې داړه مارانو په شتون کې به هیواد څنګه پرمختګ وکړی؟  څنګه به حق حقدار ته ورسیږی؟ د کرزی لالا اداره چې د فساد د له منځه وړلو غورځې پرځې وهی ولی ددغه شان بې کفایته نا اهله او په فساد کې ککړو چارواکو په وړاندې ګام نه پورته کوی؟ …

 

Advertisements