د هیواد په شمال د بلخ ولایت له کشنده ولسوالۍ څخه رارسیدلی راپورونه وایی چې پرون د شنبې په ورځ د یادې ولسوالۍ د بای بوغه په سیمه کې نا پیژاندو وسله والو د سړک جوړونې د یوه شرکت پر کارکوونکو برید کړی چې د نښتې په پایله کې د شرکت یوتن کارکوونکی ( چې ویل کیږی په خټه بنګله دیشی دی) وژل شوی او د شرکت  پنځه تنه نور کارکوونکی لا تر دې دمه تری تم دی. که تر اوسه د ورکو کارکوونکو چې دوی هم بنګله دیشیان دی څرک نه دی لګیدلی خو ګمان کیږی چې وسله والو به له ځان سره بیولی وی.  تر دې دمه چا ددغې پیښې پړه په غاړه نه ده اخستې. 

د یادونې وړ ده چې پخوا هم په یاده ولسوالۍ کې ورته پیښې رامنځ ته شوې وی.  د روان کال د سپتمامبر په لومړۍ نیټه په همدې سړک د بوخت د یو افغان شرکت کارکوونکی چې دره صوف ته پر لاره وو د وسله والو تر برید لاندې راغلی وو. همدارنګه په یو بله ورته پیښه کې  چې د روان کال د جون په ۲۶ نیټه رامنځ ته شوې وه د سړک جوړونې د یو بل شرکت پر دفتر هم برید کړی وو او د شرکت څلور تنه کارکوونکی چې یو بهرنی هم په کې شامل وو تښتولی وو.

 

Advertisements