ګلپاڼه”   يو  شخصي بلاګ دی، چې په هيڅ سياسي، مذهبي، توکميزې او يا کومې بلې ډلې ټپلې پورې تړاو نلري. په ګل پاڼه کې به ډيری سيميزه کيسې، متلونه، د سميزه شاعرانو، ليکوالانو او سندرغاړو (چې بريښنايي او چاپي رسنيو ته ډير کم لاس رسی لري او خلک يې ډير له نوم، هنر او فن سره اشنا نه وي) شعرونه، غزلې، کيسې، سندرې او بيلابيلې هنرې او ادبي ليکنې خپريږي.  همدارنګه په پام کې ده چې د همدغو يادو شويو سره مرکې هم تر سره شي او د همدې پاڼې له لارې له کتونکو او لوستونکو سره شريکې شي.

 پر دې سربيره يو شمير نور بيلابيل معلومات، راپورونه او مطالب هم  د پښتو تر څنګ ښايي په ځينو نورو ژبو ( دري او اينګليسي)  هم  خپاره شي . د هيواد يو شمير ښکلو سيمو  زړه پورې انځورونه به هم د هغو ليدونکو او لوستونکو  نندارې ته وړاندې شي چې لا تر اوسه په خپله ددغو سيمو پر ليدلو نه دي بريالي شوي.

همدارنګه لوستونکي او ليدونکې هم کولای شي خپلې ليکنې، شعرونه او نور په زړه پورې مطالب  له نورو سره د شريکولو او په پاڼه کې د د خپرولو لپاره مونږ ته راوليږي.

د يادونې وړ ده چې په ګل پاڼه کې  د بلاګ د ليکوال د خپلو ليکونو پرته د نورو ليکنې د بلاګ د ليکوال د نظر څرګندونه نه کوي او ليکوال يې هيڅ راز مسؤليت په غاړه نه اخلي.

مهرباني وکړۍ د ګلپاڼې په اړه خپل نظريات رغنده نيوکې او وړانديزونه د لانديني ورکړل شوي ټليفون شميرې او بريښناليک له لارې  له مونږ سره شريک کړي.

 

بريښناليک:     gulafg@yahoo.com

   gulafg@gmail.com             

Advertisements