لټون

ادبی، کلتوری او معلوماتی بلاګ

Category

اســـلا مـي مـطـا لـب

مبارکه روژه

ډيره نيــــکــــمرغه ډيره مبارکه ده

په مياشـتــو کې سرداره ده ملکه ده

 

نفل لمونځ پکې ثواب لري د فرضو

ثواب  د صـــــــدقو يې بې درکه ده

  بشپړ شعر

Advertisements

د طب او ساينس له نظره د مسواک ګټې

څلورمه (وروستۍ): د  طب او ساينس له نظره د مسواک ګټې:

د طب له نظره هم د مسواک کارول ډيرې ګټې لري. د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د نړۍ پنځه ميلونه وګړي د غاښونو د چنجن کيدو (Caries)  په مرض اخته دي نوموړې سازمان په 1986 کال کې د مسواک د کارولو وړانديز وکړي  او په 2000 کال کې يو نړيوال راپور کې د پايلې په توګه داخبره غوټه شوې وه چې د ملګرو ملتونو په واسطه د خولې د روغتيا پالنې لپاره دې  چې په دې هکله بايد نورې څيړنې هم تر سره شي تر څو د مسواک اغيزې سند او ثبت شي

د ډاکټر خالد الماس په مشرۍ د غاښونو د ډاکټرانو لخوا دسعودي عربستان د السعود په پوهنتون کې د مسواک د ګټو په هکله يو لړ څيړنې تر سره شويدي، څيړنو ښودلې ده چې  د مسواک په لرګي کې  تر 19 ډير داسي طبعي توکي شته دي چې د غاښونو د روغتيا لپاره ګټور دي. په هغه کې د جراثيمو ضد يو شمير طبعي توکي هم شامل دي چې د بيلګې په توګه يې  يو شمير يې په لاندې څو ليکو کې ذکر شوي دي.

بشپړ متن

د مسواک حکم

دريمه برخه: د مسواک حکم

لکه چې پورته يادونه وشوه د د اسلام د مبين دين  داکثرو علماوو په اند د مسواک  د کارولو حکم  سنت دی. يو شمير خو يې لا ان واجب ګڼي خو وايي چې  په پريښودلو يې لمونځ نه مکروه کيږي.

په هر صورت،   د مسواک  حکم په اړه د علماوو اختلاف په خپل ځای پريږو،  خو يوه خبره څرګنده ده او هغه دا چې نبي کريم صلی الله عليه و سلم د هغه د کارولو په هکله امر کړی او په خپله يې هم کارولی دی. بشپړ متن

د مسواک ګټې د اسلام او طب په رڼا کې

دوهمه برخه: د مسواک دونياوي او اخروي ګټې:

د مسواک د ديني او دونياوي ګټو په هکله د تحفه السوک في فضايل المسواک کې د حضرت علي، حضرت ابن عباس او حضرت عطا رضی الله تعال عنهما څخه د لاندينيو فايدو روايت شوی دی:

مسواک د الله تعال د خوشحالۍ او رضا سبب ګرځی

له مسواک سره لمونځ په بې مسواکه لمانځه 99 مرتبې او ان چې تر دې هم زيات ( غوره دی

د مسواک هميشه کارول د رزق د پراخوالي سبب ګرځي، د روزۍ د وسيلو د اسانتيا سبب ګرځي   او غنی منځ ته راوړي.

IMG_0007

بشپړ متن

د مسواک ګټې د اسلام او طب په رڼا کې

د مسواک ګټې  د اسلام او طب په رڼا کې: لومړۍ برخه

د مسواک استعمال  نه يواځې د پيغمبر حضرت محمد(صل الله عليه و سلم)  يو ستر سنت پر ځای کول دي  بلکې  د مسواک کارول ډيرې روغتيايي ګټې هم لري چې غواړم په لنډ ډول ورباندې په  لاندې ليکنه کې  رنإ واچوم.

 د اسلام په سپيڅلي دين کې پر  پاکوای تاکيد شوی دی او پاکوالی د ايمان يوه برخه بلل شوې ده. په دې . په بل عبارت کچيرې څوک د خپل پاکوالي (نظافت)  مراعت کولو ته پام نه کوي نو ګويا د بشپړ ايمان څښتن ندی.  د پاکوالي يوه  مهمه برخه د بدن او په ځانګړې توګه د خولې او غاښونو پاکوالي دی. بشپړ متن

منازعه، جګړه او سوله د اسلام په رڼا کې

منازعه، جګړه او سوله  د اسلام په رڼا کې

 د اسلام مبارک دين د اسماني اديانو تر ټولو وروستۍ او بشپړ دين دی. اسلام تل خپلو پيروانو ته د ورورګلوۍ، سولې،او په ټول چارو کې د منځلاريتوب لاښوونه کړېده. د اسلام د  ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) سيرت پخپله د ټولې نړۍ لپاره د ښواو نيکو اخلاقو  او په ټولنه کې  په سوله امن اود  ښه ژوند تيرولو يوه بيلګه ده.  هغه چې د قران کريم په شکل کې کوم پيغام له ځان سره دنړۍ خلکو ته د اسلام  په چوکاټ کې راوړی دی هغه هم د سولې امن او ورورلیۍ پيغام دي. بشپړه ليکنه

Create a free website or blog at WordPress.com.

Up ↑