لټون

ادبی، کلتوری او معلوماتی بلاګ

Category

اولـــســي کـــيــســې

توپک هم د ليوه په لوري شو

توپک هم د ليوه په لوري شو

يو وخت په يوه سيمه کې يو شپانه يوه ګڼه رمه لرله. د څرولو لپاره به يې د نږدې غرو لمنو ته بيوله. له ليوانو څخه د خونديتوب په موخه شپانه يو توپک او يو ملا وستونی هم له ځان سره ګرځاوه. پر دې سربيره به ورسره شپيلۍ او دروې هم وه. کله کله به د غره هسکو څوکو ته ورخوت د خپلې رمې د نندارې تر څنګ به يې خوږه خوږه شپيلۍ هم غږوله.  له شپيلۍ او رمې سره د شپونکي ژوند  ډير په خوښۍ تيريده. بشپړه کيسه

د شکرې ژرنده

د پکتيا ولايت د سيدکرم په ولسوالۍ کې د شکرې د ژرندې په نامه يوه ژرنده موجوده وه چې د شا او خوا نږدې سيمو خلکو به ورته خپله غله دانه د اوړو کولو لپاره راوړه. خو ددې لپاره چې د خلکو تر منځ ستونزې را پيدا نه شي نو خلکو به مخکې له مخکې په ژرنده کې وار يا نوبت نيوه. يوه ورځ يو کليوال د غلې بوجې په شا  کړې او ژرندې ته يې د اوړه کولو لپاره روانه کړې وه. په همدې ترڅ کې يو بل سړي هم د غلې بوجۍ په شا کړې او غواړي ژرندې ته يې يوسي. لومړي سړي چې دا بل وليد نو ورنارې يې کړې چې: بشپړه کيسه

Blog at WordPress.com.

Up ↑