لټون

ادبی، کلتوری او معلوماتی بلاګ

Category

شـعــــر او شــاعري

د ګلپاڼې پر لوستونکو د ریحان یوسفزی پیرزوینې

ریحان یوسفزی د سعودی عربستان له ریاض څخه د  ګلپاڼې پر لوستونکو لاندې دوه شعرونه لورولی چې زه په خپل کورودانی ورته وایم  او هیله ده چې ستاسې د پام وړ هم وګرځی.

ستا په شان نه یم چې یې نه پېژنم
مینه کومه دا کار ښه پېژنم

… په نوم زما دی خو سوچونه ستا کړي
لوې منافق دے زه خپل زړه پېژنم

چې بل خوشحاله کړ‌ي یو بل چقوي
زه ددې قوم یم پښتانه پېژنم

په پټو سترګو ورله هم تلې شمه
زړه مې راکاږي ستا کوڅه پېژنم

هر تن په مخ بلا مخونه لري
داسې حالوتو کښې څوک وپېژنم

ریحانه زه ترې بچ کېدلې نشم
هغه چشمان هغه باڼه پېژنم

ریحان یوسفزی -ریاض

ریحان یوسفزی

تباهی یعنی څه؟؟

د خدای بښلی محمد عثمان نژند یو بل یاداشت

د ملا دردونه

دا شعر د خدای بښلی نژند له خاطرو څخه یو بل دی چې له ما سره موجود دی، خدای بښلی نژند دا  قصیده هغه مهال لیکلې وه چې د ملا د دردونو له امله ډیر کړیده.

د خدای بښلی محمد عثمان نژند شعر د هغه په خپل قلم

د هیواد په معارف کې د وتلې څیرې خدای بښلی محمد عثمان نژند شعر د هغه په خپل قلم،چې د ډیرو خطرو له ډلې څخه یی له ما سره یوه ده.

د خدای بښلی نژند یو شعر د هغه په خپل قلم

د خاطر غزل

د خاطر افریدی غزل

د درویش درانی غزل

غــــــــزل                                

 

يار ځکه د شونډو د شکرو ماته ست کوي
مال چي ورکوي د خداي په لار کي برکت کوي

کاڼي ته چي لاس کړم نو دپاسه دا اواز راسي
څله يې دخداي له ذکره باسې عبادت کوي

زړه که ورسپارې نو بېرته روغ په ګوتو نه درځي
ښکلي هميشه په امانت کي خيانت کوي

چا توره اخستې ده په دې دنيا خپل حق غواړي
څوک ودې ته ناست دي چي حساب به په قيامت کوي

زه د شک په سترګه د لستوڼي مار ته وګورم
دوى وايي دروېش خو د دوستانو هم نفرت کوي

درویش درانی

 

د کلپاڼې لوستونکو ته د فیض الله مالګین د غزل ډالۍ

 

غــــــــــــزل

 

بله دې مـــــــخ شمه ده اشنـــــــا لکه پتنګ درځم

ستا لمبه لمبه حســـــــــن ته درغلم په جنګ درځم

 

مست یم د جنون په مستۍ ستا مستۍ ځوانۍ سره

سمه لاره پریږدم ستا وصال ته په کړنګ درځم

  بشپړ غزل

غزل

..

Blog at WordPress.com.

Up ↑